اسلامي حزب د خپلو بندیانو له ورسپارلو ډډه وکړه

comments 0

0 Views

اند- د افغانستان اسلامي حزب وايي، که له شوې موافقې سره سم د دغه ګوند ۶۸ بندیان خوشي نه شی، دا ګوند د خپلو ۵۵ بندیانو له ورسپارلو ‌ډ‌ډه کوي.

حزب اسلامي وايي چې د بشري حقونو د کمیسیون مشره سیما سمر د خپلو خاصو ایدیالوژویکو او قومپالو افکارو په خاطر د حزب اسلامي د بندیانو له خلاصون سره مخالفت کوي.

ویل کېږي چې سیما سمر د امریکا له سفارت سره هم تماسونه نیولی څو د حزب د بندیانو د خلاصون په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د اسلامي حزب استازي او د مطبوعاتي دفتر کفیل نادر افغان، چې د خپل ګوند د ۶۸ غړیو د ورسپارلو لپاره پرون /دوشنبه/ پلچرخي ته تللی و، خبریالانو ته وویل د سیما سمر د بشري حقونو د کمیسیون د مداخلې له کبله ۱۳ بندیان له لېسته کښل شوي دي.

د سیما سمر د بشري حقونو د کمیسیون ویاند محمد بلال صدیقي ازادي رادیو ته ویلي چې د حزب اسلامي بندیان سیاسي نه بلکې جنايی بندیان دي او د دوی د بشري حقونو کمیسیون د حزب اسلامي د ټولو بندیانو د خلاصون مخالف دی.

د حزب اسلامي ویندوی قریب الرحمان سعید وايي، ټاکل شوې وه چې پرون /دوشنبه/ د اسلامي حزب ۶۸ بندیان له پلچرخي څخه خوشي او د حزب استازو ته وسپارل شي، خو د پلچرخي بند مسوولانو وویل چې ۵۵ تنه خوشي کوي او ۱۳ نور نه شي خوشي کولی.

سعید وویل، باید ۱۳ تنه، چې نومونه یې د موافقې له لېسته ایستل شوي، ژر تر ژره خوشي شي.

د افغانستان د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې پر اساس دولت مکلف دی چې د اسلامي حزب هغه ټول بندیان خوشي کړي؛ څوک پرې دعوه نه لري.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply