اسراییل له اماراتو وروسته له بحرین او عمان سره د تړون هیله لري

comments 0

16 Views

هندوکش ــ اسرائیل: د اسراییل د استخباراتو وزیر وايي، له متحده عربي اماراتو وروسته بحرین او عمان هم هغه دوه هېوادونه دي چې له تل ابیب سره د سولې تړون او اړیکي پیلول غواړي.
تېره پنجشنبه اسراییل او اماراتو د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیلولو خبره وکړه.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې د اسراییل د استخباراتو وزیر ایلي کوهن له پوځي راډیو سره خبرو کې ویلي، د امارات- اسراییل له تړون وروسته له نورو خلیجي هېوادونو او د افریقا اسلامي هېوادونو سره تړونونه کېږي.
“زما په اند، بحرین او عمان په ایجنډا کې دي، پر دې سربېره، زما د اټکل له مخې راتلونکی کال دا ممکنه ده چې د افریقا هېوادونو سره هم د سولې تړونونه وشي. د دوی په سر کې سوډان دی. ”
بحرین او عمان د امریکا په سرپرستۍ د اسراییل-امارات د تړون هرکلی کړی، خو له تل ابیب سره د خپلو اړیکو د پیلولو په تړاو یې څه نه دي ویلي.
د اسراییل لومړي وزیر بن یمین نتنیاهو تېرو دوو کلونو کې د عمان او سوډان له مشرانو سره لیدلي او د ۲۰۱۸ کال اکتوبر کې عمان ته هم تللی و.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر هم یوه بیان کې ویلي: “ښاغلي نتنیاهو د کابینې غړو سره خبرو کې هیله ښودلې، چې نور هېوادونه هم ور سره د سولې تړونونه لاسلیک کړي. ”
فلسطین د اسراییل- امارات د سولې تړون “خیانت” بللی او غندلی دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ له تړون اعلانېدو وروسته د یکشنبې په ورځ اول ځل د دوی د بهرنیو چارو وزیرانو ټلیفوني خبرې سره وکړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ ټلیفوني کرښې پیل شوې، خو له دې مخکې اسراییل ته له امارات ټلیفون ناشونی و.
اسراییل پر ۱۹۷۹ کال له مصر او پر ۱۹۹۴ کال له اردون سره د سولې تړون کړی دی.
متحده عربي امارات د نورو خلیجي هېوادونو په څېر له اسراییل سره کوم ډيپلوماټیک او اقتصادي تړون نه درلود.
عمان له ایران او متحده عربي اماراتو سره ښه اړیکي لري او کله هم چې د تهران او ابوظبۍ ترمنځ اړیکي خراب شوي، نو عمان د منځګړي رول لوبولی دی.
بحرین له سعودي سره خورا نږدې اړیکي لري، پر ۲۰۱۹ کال یې یوه امنیتي کانفرنس کې د یوه اسراییلی چارواکي کوربتوب هم کړی و.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments