اسراییلي ځواکونو د ایران پوځ د وسلو پر ډیپوګانو بریدونه کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – سوریه: ایراني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې اسراییلو په سوریه کې د ایراني ځواکونو اړوند د وسلو ډیپو له منځه وړي دي.
د رسنیو په وینا، اسراییلو په سوریه کې د حزب الله د ډلې په بعضو مهمو پوځي څیرو او د ایران اړوند د وسلو او مهماتو په ډیپو هوايي برید کړی دی.
د اسراییلو خبري رسنۍ بیا وایي چې، د اسراییلو اړوند جنګي الوتکو د سوریې د پلازمینې دمشق په مربوطاتو کې د ایران اړوند د فجر ۵ توغندیو په یو ډیپو هوايي برید کړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې د ایران دې توغندیو د اسراییلو په شمال کې د جلیل سیمې ته ستر ګواښ مخامخ کړی وو.
دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي جنګي الوتکو د حزب الله د ډلې په بعضو مهمو پوځي څیرو هم بریدونه کړي دي.
اسراییلي مقاماتو بیا د نوموړي خبر له اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي. د بله پلوه د سوریې د رژیم اړوند رسمي خبري اژانس سانا بیا ویلي دی چې ددوې هوايي دفاعي سیستم د پلازمینې دمشق په مربوطاتو کې د اسراییلو د تیري مخه نیولې ده .
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments