اسد الله بارکزی: ایران د افغانانو په مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا وايي، ایران د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

د سولې عالي شورا وایي ددغه شورا د دارالانشا رییس له ګڼو ایراني چارواکو سره کتلي دي او په افغان سوله کې یې له دوی د همکارۍ غوښتنه کړې ده. ددغه شورا مرستیال ویاند وایي، د سولې عالي شورا باوري ده، چې ایران د افغان سولې او مخامخ مذاکراتو په برخه کې د پام وړ رول لوبولی شي.

دده په وینا ایران د افغانستان ګاونډی دی او له طالبانو سره په اړیکه کې دی. بارکزی زیاتوي چې ایراني چارواکو له افغان پلاوي سره د سولې په برخه کې د هر اړخیزو مرستو ژمنه کړې ده.

د سولې عالي شورا ددارالانشا رییس او د سولې په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار عمر داوودزی ایران ته تللی او هلته یې د سولې په تړاو له ګڼو ایراني چارواکو سره لیده کاته لرلي دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments