اسدالله خالد: د وسلوالو طالبانو د هلمند لښګرګاه ښار د نیولو هڅه ناکامه شوه

comments 0

1 Views

هندوکش ـ کابل: د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد چې هلمند ته د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه تللی وایي، افغان ځواکونو د طالبانو له خوا د لښکرګاه د نیولو پلان له ماتې سره مخ کړ.
ښاغلی خالد پرون چهارشنبې د تلې ۲۳ مه هلمند ولایت ته ولاړ او امنیتي وضعیت یې له نېږدې وڅاره.
نوموړي د هلمند له سیمه ییزه چارواکو سره خبرو کې ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به تازه دمه ځواکونه هلمند ته ورسېږي او د هغه سیمو د نیولو عملیات په پیل کړي، چې طالبانو په تېرو څو ورځو جګړو کې نیولې دي.
خالد په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې طالبانو غوښتل لښکرګاه ښار ونیسي، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ډېره مېړانې او د هلمند د خلکو په همکارۍ د طالبانو دغه پلان شنډ کړ.
د ملي دفاع سرپرست دا هم و ویل، چې د هلمند په جګړه کې د طالبانو تر څنګ ګڼ شمېر بهرني جنګیالي هم شته دي او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلي خالد ټینګار وکړ، چې افغان ځواکونه به ډېر ژر د لښکرګاه ښار له شاوخوا سیمو څخه وسلوال طالبان پاک کړي.
د یادونې ده، چې په هلمند کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ سختې نښتې روانې دي، یاده جګړو کې تر ۲۰۰ هم زیات طالبان وژل شوي دي.
راپورنه وايي، د جګړې له امله ۵ زره کورنۍ بې ځایه شوې، برېښنا پرې شوې او دغه راز تلېفوني شبکو هم کار پرېښي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments