اسدالله خالد: پر افغان ځواکونو د سیاسي او قومي مصلحتونو اغېز نشته

comments 0

198 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد ویلي چې د سیاسي او قومي مصلحتونو پر اساس ټاکنو د امنیتي ځواکونو پر فعالیت سخت بد اغېز کړی و.
اسدالله خالد پرون د اکټوبر په ۲۵مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې دا ستونزه اوس حل شوې ده.
اسدالله خالد وویل: “په امنیتي قواوو کې سیاسي مسایلو، قومي مسایلو، د سیاسي او قومي مصلحتونو له مخې د مهمو دولتي څوکیو وېش پر امنیتي ځواکونو او د هغوی پر فعالیت ډېر زیات اغېز کړی و.”
ښاغلی اسدالله خالد وایې چې دا مهال افغان ځواکونه تر بل هر وخت پیاوړي شوي دي، وسله والو طالبانو او ترهګرو ته یې پدې وروستیو کې درانه تلفات اړولي دي، خو د ده په وینا چې وسله وال طالبان خپل مړي د ملکي تلفاتو په ګڼه کې اچوي چې له دې امله د ملګرو ملتونو په وروستي رپوټ کې د افغانستان په جګړه کې د ملکي تلفاتو د زیاتېدو خبره شوې ده.
اسدالله خالد وایي: ” موږ تر عملیاتو مخکې او د عملیاتو تر پایه دې ته متوجې یوو چې ملکي خلک ونه وژل شي.”
ښاغلی خالد د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بلجیم ته تللی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments