اسدالله خالد سوله د حکومت لومړنی او اساسي غوښتنه ده

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د هېواد د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، سوله د حکومت لومړنۍ او اساسي غوښتنه ده او دا غوښتنه په لومړي ځل د افغان حکومت له لوري مطرح شوې ده.
هغه چې نن یې په کابل کې د ښځینه پوځیانو لومړني کنفرانس ته خبرې کولې وویل، دوی تل پر سوله ټینګار کړی دی خو داسې سوله نه غواړي چې د تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو د له منځه تلو باعث وګرځي.
خالد زیاته کړې، په هیڅ صورت به داسې څه ونه زغمي چې د افغانانو د غوښتنو او ارمانونو خلاف وي.
هغه دغه راز ټینګار وکړ چې د سولې پلي کول او ساتنه په افغانانو، ځانګړې توګه افغان ملي امنیتي ځواکونو پورې اړه لري او دوی به تل د ملي ارزښتنو او ملي منافعو دفاع کوي.
افغانان ټول د سولی تږی دی او غواړی چی په هیواد کی تل پاتی سوله راشی افغانان نور جنګ نشی زغملی او دی د دایمی سولی په تمه دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments