استامبول پلو

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- ورجي يو كيلو
2- بې هډوكي غوښي ( 750 ) ګرامه
3- روميان درې كيلو
4- سره كړي پياز درې څلور كاچغي
5- غوړي ( 100 يا 150 ګرامه )
6- د روميانو رُب يوه دښوروا خورۍ كاچغه
7- مالګه، مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخولو طریقه:
ورجي پاكوو او په نيم ګرمو اوبو باندي يې څو پلا مينځو. د روميانو اوبه باسو او د لږ مالګي او درې ګيلاسه اوبو سره يې ګډوو او پر ورجو يې اچوو او دري،گ څلور كاچغي غوړي ور اچوو او دغسي يې پريږدو چي لږ خيشتې سي. غوښي كوچنۍ كوچنۍ ټوټگـې كوو او د سرو كړو پيازو سره يې ګډوو او پر خام اور باندي يې ايږدو تر څو د غوښو اوبه وچي سي. بيا دوه، درې ګيلاسه اوبه ور اچوو تر څو غوښي پكښي پخې سي بيا د روميانو رُب او مالګه غوښو ته اچوو او ايږدو يې چي اوبه يې وچي سي
( بايد غوښي د مخه تر ورجو پخې كړى او تياري يې كښېږدى ) بيا د ورجو دېګ پر خام اور باندي كښېږدى تر څو و ايشي او اوبه يې وچي سي كه چيري د ورجو مغز اوم وو بيا يو ګيلاس اوبه نوري ور واچوى كله چي دغه نوري اوبه هم وچي سوې او ورجي پخې سوې بيا د ورجو منځ ور سوري كوو او تياري پخې غوښي پكښي اچوو. او غوښي په ورجو باندي پټوو. او د دېګ سر ور بندوو او د يو يا يونيم ساعت دپاره يې دموو. اسلامبولي پلو كولاي سو چي د كوفته شويو غوښو او روميانو سره هم پوخ كړو پدې صورت كي د روميانو رُب جوړوو دوي،گ درې كاچغي رُب په كوفته كي اچوو او پاته رُب ټوله د ورجو په اوبو كي اچوو او لكه مخكي چي مو ويلي دي هغسي اسلامبولي پلو پخوو. او بيا يوه كاچغه رُب په يوه ګيلاس اوبو كي اچوو او بيا يې كوفتې ته اچوو او سر يې ور بندوو تر څو يې اوبه وچي سي. وروسته له هغه يې را اخلو.
په ياد مو وي چي د يوه ګيلاس دم پخته وروجو لپاره دوه ګيلاسه اوبه په كار دي.

Share this page to Telegram

Comments