استازي: په اختلاس تورن عبدالروف ابراهیمي دې باید ګوښه شي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسي جرګې کې ناست وکیلان وایې چې عبدالروف ابراهیمي د یوه مصلحت له مخې د ولسي جرګې رئيس ټاکل شوی او اوس چې د اختلاس تورونه پرې لګېدلي، په ملي شورا کې د ده شتون غیر مشروع دی.
د ولسي جرګې رئيس په اړه د میلیونونو افغانیو د اختلاس اسناد او راپورونو خپور شوي چې له مخه یې ددغې جرګې د غړو غبرګونونه را پارولي او د جرګې د رئیس عبدالروف ابراهیمي پر دغه کار یې سخت نیوکه کوي.
وکیلان وایي چې نوموړې د یوه مصلحت له مخې ریاست ته لاره مونډې او د نوموړي یاد تورونه یوه لویه ستونزه ده چې باید په اړه یې پلتنه وشي.
د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست وړاندیز کړې چې د جرګې د رئيس دنده باید وځنډول شي.
نوموړې وایي: د ابراهیمي دغه کار ملي خیانت دې، او لویه څارنوالي دې باید دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي او پایله یې باید خلکو ته روښانه شي.
نوموړی د ولسي جرګې د رئیس د ګوښه کولو لپاره لاسلیکونه ټولوي او له نورو وکیلانو هم غواړي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
په دې اړه بیا ولسي جرګې کې د کندهار د خلکو استازې عبدالرحیم ایوبی وویل: د دومره لویو اختلاسونو له اعلان وروسته دا د شرم ځای دی چې د ولسي جرګې او دارالانشاء رئیسانو ځانونه نه دي وژلي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې ورته تورونه نورو استازو پر وړاندې هم لګول شوي وو چې تر اوسه افغان حکومت نه دې توانیدلې چې تورنو کسانو پر وړاندې قانوني چلند وکړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *