استازي: مسکو غونډه کې د افغان پلاوي نه ګډون به بدې پایلې ولري

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسي جرګه وایي، د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه کې د افغان استازو نه ګډون به منفي پایلې ولري. دا څرګندونې د یادې جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون نن کړې دي.
د سرچینې په وینا په دې ناسته کې د افغان لوري نه ګډون به د جګړې زیاتېدو لامل شي.
د ولسي جرګې غړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یاده ناسته کې ګډون کول رد کړل. د دې کمیسیون په خبره افغان حکومت باید په کور دننه او بهر د سولې له هر رامنځته کېدونکي فرصته ګټه واخلي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون غړې ارین یون وایي، افغان حکومت د روسیې او امریکا د رقابتونو له امله په مسکو غونډه کې ګډون نه کوي.
خو د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي بیا وایي، حکومت ځکه په دې ناسته کې ګډون نه کوي چې طالبانو ته پکې د یوې ډلې په توګه بلنه ورکړل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې احمدي تر دې وړاندې ویلي و، روسي چارواکو سره یې خبرو کې دا موضوع روښانه کړې وه او ورته ویلي یې و چې دا خبرې باید د طالبانو له رهبرۍ سره د سولې د مذاکراتو پیلامه اوسي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments