استازي: حکومت د ولسي جرګې په چارو کې د مداخلې حق نلري

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له نږدې يوې میاشتې وروسته لا هم د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو پر سر راپورته شوې ناندرې پای ته نه‌ دي رسېدلي.
خو اوس چې د ياد کړکېچ د هواري لپاره د حکومت او سترې محکمې د مداخلې خبرې کېږي، د دغې جرګې يو شمېر غړي وايي چې د جرګې د داخلي اصولو له مخې حکومت د دوی په چارو کې د هېڅ ډول مداخلې حق نه‌ لري.
بلخوا فیفا نن په کابل کې په‌ دې اړه يوه خبري ناسته رابللې وه او خپل وړاندیزونه او غوښتنې یې له رسنیو سره شریکې کړې.
په ولسي جرګه کې یو شمېر وکیلان وايي، د ولسي جرګې د داخلي اصولو له مخې حکومت په‌ دې برخه کې د هېڅ ډول مداخلې حق نه ‌لري، نه ولسمشرۍ ماڼۍ، نه ستره محکمه او نه هم د حکومت اجرائیه ریاست، دغه ستونزه باید د ولسي جرګې د اصولو له مخې همدلته د دغې جرګې د وکیلانو له‌خوا هواره شي.
دا په‌داسې حال کې ده چې د ولسي جرګه د ډېرو لانجو او ناندریو له امله دوه میاشتې په ځنډ سره د غويي میاشتې په شپږمه نېټه پرانیستل شوه.
خو د ولسي جرګې په پرانیستل کېدو سره په ‌دغه جرګه کې د مشر د ټاکلو پر سر د وکیلانو ترمنځ يو نوی کړکېچ پيل شو او د زیاترو په باور قومي او سمتي بڼه‌ یې خپله کړه.
په ولسي جرګه کې د دغې راپورته شوې کشالې د هواري لپاره له نږدې يوې میاشتې راهیسې هڅې روانې دي، خو لاهم دغه ستونزه نه‌ده هواره شوې.
دغې موضوع د ګڼو نورو بنسټونو ترڅنګ د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اندېښنې هم راپارولي او دغه بنسټ په ولسي جرګه کې روان وضعیت ناهیلی کوونکی بولي.
فیفا د دوشنبې په ورځ په کابل کې په‌دې اړه يوه خبري ناسته رابللې وه او خپل وړاندیزونه او غوښتنې یې له رسنیو سره شریکې کړې.
د دغه بنسټ په باور کې که د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو پر سر راپورته شوی کړکېچ ژر تر ژره حل نه‌شي، په پارلمان به د خلکو باور زیانمن شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments