استاد اولمير دموسيقي دهنرځلانده ستورى!

comments 0

0 Views

استاد اولمير د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی او د حماسي مشهورو سندرو ويونکی وو. نوموړي داسې سندرې هم ويلي چې زړه راښکونکي او خوږ غږ يې دانسان د زړه تارونه په خوځښت راولي او هغه ته روحي سکون ور په برخه کوي. استاد اولمير په (١٣١٢) لمريزکال د پيښور په نوتيه کې نړۍ ته سترګې وغړولي. استاد اولمير د موسيقۍ د نامتو استادانو هريو جعفر ، سبز علي او ګلستان شاگردي کړې ده. استاد په ډيرکم عمر او لږ وخت کې په دي وتوانيد چې دخلکو په زړونو کې ځاى پيدا کړي. ويل کيږي استاد(١٧) کلن وچې د افغانستان د ازادۍ په جشن کې يې ګډون وکړ او هلته يې د مرحوم محمد امين ملنگ جان سره وليدل او بيا د هغه په مرسته اوهڅو يې د افغانستان راډيو تلويزون ته لار پيدا کړه.
استاد اولمير په کابل کې (٢٥٠) سندرې وويلي چې هره سندره يې دهغه دهنر د منيه والو په زړه کې ځاى لري. نوموړي ته په ١٣٥٠ کال کې د افغانستان د راډيو تلويزيون اودهيواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا د موسيقۍ د استادي لقب ورکړل شو. استاد اولمير ډير شاگردان روزلي او بې شميره سندرې يې نورو سندرغاړو ته هم کمپوز کړې دي. بالاخره دهيواد د نامتو سندرغاړي استاد اولمير دژوند ستورى د (١٣٦١) لمريز کال د ثور په (١٤) نيټه د آسمان له لمنې پريوت او دتل له پاره يې دخپل خواږه غږ له مينه والو سره مخه ښه وکړه او دشاه شهيد په هديره کې خاورو ته وسپارل شو. د(١٣٨٥) لمريز کال د ميزان په (١٦) نېټه د افغانستان دولسي جرګي غړې ملالۍ جويا د استاد اولميرمقبره په خپل مالي لښګښت ورغوله.

Share this page to Telegram

Comments