اساسي قانون د چا جایداد نه دی / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

اساسي قانون چې افغانانو منلی او په افغانستان کې د تطبیق وړ دی ، هر سرغړوونکی یې مجرم حسابیږي او اجازه نه ورکول کیږي چې د خپلو ګټو لپاره یې تفسیر کړي.
یواځې ستره محکمه حق لري چې ځینې مواد چې اساسي قانون کې نه وي راغلي، تفسیر کولای شي چې د تطبیق وړ به وي، اوس چې ټاکنې د ځینو ستونزو له کبله په وخت و نه شوې، او د ولسمشر کاري موده نن (د جوزا په لومړۍ) پای ته ورسیده، سترې محکمې اساسي قانون تفسیر کړی او ولسمشر به تر هغې په واک وي، تر څو چې بل ولسمشر د ټاکنو له لارې راځي.
دا به ومنو چې د جوزا له لومړۍ نیټې وروسته د حکومت د واک موده پای ته ورسیده، خو هر هېواد قوانین لري او هغه څه چې په قوانینو کې نه وي، نباید خلک ورته له ځانه تفسیرونه راوباسي، داسې تفسیرونه چې د اشخاصو په ګټه وي او د ملت په تاوان.
اساسي قانون کې د سرپرست او موقت حکومت هیڅ یادوونه نه ده شوې، نو بیا څنګه کیدلی شي چې د واک تشه دې رامنځ ته شي او دا تشه دې سرپرست حکومت باندې ډکه شي.
افغانستان کې موقت او سرپرست حکومت هیڅ پایله نه ده ورکړې، په دې وخت کې د سرپرست او موقت حکومت رامنځ ته کیدل داسې دې لکه زهر، دا ښکاره ده چې دا طرحه د عمران خان هم وه او غوښتنه یې کړې وه چې د ستونزو د حل لپاره دې موقت حکومت رامنځ ته شي.
نو اوس خو افغانان نه شي کولی چې هغه طرحه ومني، کومه چې پاکستان وړاندیز کوي، ښکاره خبره ده چې پاکستان د افغانانو ازلي دښمن دی او هیڅکله فغانستان کې په پښو ولاړ افغانستان نه شي زغملی.
د ولسمشریزه ټاکنو لپاره نیټه ټاکل شوې چې د میزان په شپږمه نیټه به وشي، د هر چا د کمپاین لپاره قانون شته او هیڅوک نه شي کولای چې له واک په استفادې ټاکنې د ځان په ګټه راوڅرخي، همدا کاندیدان کولای شي د ولسمشر کمپاین وڅاري او سرغړونو باندې یې شکایت وکړی.
دا دولس ټاکنیز ټیمونه چې د سرپرست حکومت ډنډوره غږوي، همدوی د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره کمشنران وټاکل، نو بیا ولې ویره لري چې ګنې په ټاکنو کې به لاسوهنه وشي.
خو ښکاره خبره ده چې دا ټاکنیز ټیمونه هیڅکله ځانونه بریالي نه ګوري او هڅه کوي چې پر حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غنی باندې فشار راوړي چې یوه معامله ورسره وکړي.
خو افغانان هیڅکله د واک پر سر معامله نه مني او لویه مشورتي جرګه کې هم په دې ټینګار وشو چې هیڅ موقت او سرپرست حکومت د افغانانو لپاره ښه نه دی، نو پکار ده چې همدا حکومت ټاکنې مدیریت کړی او په سوله ییز ډول د واک انتقال وشي.

Share this page to Telegram

Comments