ازبکستان چمتو دی چې د سولې منځګړتوب وکړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ازبکستان ویلي، که طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتووالي وښيي، ازبکستان چمتو دی چې سمرقند کې د دغو خبرو کوربه توب وکړي.
ازبکستاني پلاوي د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دغه څرګندونې د ازبکستان د ملي امنیت شورا سلاکار ویکتور محمودوف او د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ازبکستاني پلاوي د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی او په دې برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د سولې د خبرو په اړه د ازبکستان له کوربه توب څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې سمر قند د دواړو هېوادونو ګډ فرهنګي میراث دی.
ازبکستان تر دې مخکې هم د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی او په دې اړه یې دوه ځله له افغان طالبانو سره کتلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments