ازبکستان پر افغان سوله ټینګار کړی

comments 0

1095 Views

هندوکش – ازبکستان: ازبکستان بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې دواړه لوري د دوی په کوربتوب د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.
رویټرز خبري اژانس د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر له قوله خبر ورکړی چې شوی اوربند به د واړه لوري نور هم تر نامحدوده مودې وغځوي، په داسې حال کې چې طالبانو اوربند مات کړی خو حکومت بیا لس ورځې نور هم غځولی دی.
ټاکل شوې چې دوه میاشتې وروسته د ازبکستان په کوربتوب د افغانستان سولې په تړاو کنفرانس جوړ شي .
که څه هم د طالبانو ډله دغه کنفرانس ته نه ده رابلل شوې خو د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې د ازبکستان هېواد چارواکو د طالبانو له مهمو غړو سره اړيکې نیولي او ناستې یې کړي .
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments