ازبکستان سره په سیمه ییز اتصال بحث

comments 0

5 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په سیمه ییز اتصال، د دواړو هېوادونو ترمنځ د زېربنایي پروژو، سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه ییزو مسایلو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه بحث شوی.
د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار ویکتور محمودوف او د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له ولسمشر غني سره لیدنه کې د ګډو پروژو په تطبیق کې تخنیکي همکارۍ عالي وارزولې او د حکومت له ټولو برنامو په ځانګړي ډول د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ.
ولسمشر غني د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او زېربنایي پروژو د تطبیق د چټکتیا په برخه کې د ازبکستان د مثبت رول قدرداني وکړه.
ولسمشر وویل، په سیمه کې د ګډو همکاریو پر زیاتولو جدي تمرکز ته او دا کار په سیمه کې د ثبات د ایجاد لامل ګرځي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments