ازبکستان د سولې کوربتوب کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ازبکستان: راپورونه وایي، ازبکستان، د افغان سولې خبرو کوربتوب ته چمتووالی وښود.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کامیلوف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو سره لیدنه کې کړې ده.
د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، ازبکستان چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه د مخامخ خبرو لپاره ټول شرایط برابر کړي.
ازبکستان وايي، دوی له افغان حکومت سره د همکارۍ په موخه دا ناسته برابروي چې د سولې په تړاو بحثونه پکې وشي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments