اریوب ځاځي ولسوالۍ مخې ته لاریون شوی

comments 0

9 Views

هندوکش – پکتیا: پکتیا کې خلکو د اعتراض په ډول له تېرو دوو ورځو راهیسې د اریوب ځاځیو ولسوالۍ دروازه تړلې ده .
د اریوب ځاځیو اوسېدونکي وایي ، شکایتونو کمېسیون د دغه ولسوالۍ ټولې رایې د سیاسي معاملې له مخې باطلې کړي او تر هغه چې دغه پریکړه یې بیرته نه وي اخیستي د ولسوالۍ دروازه به بنده وساتي .
شکایتونو کمېسیون د نږدې شلو مرکزونو رایې باطلې کړي او د اریوب ځاځیو اوسېدونکي وایي ، چې د دغه ولسوالۍ اووه دېرش زره ټولې رایې باطلې شوي دي .
شکایتو کمیسیون وایي ، چې رایې یې د شواهدو پر بنسټ باطلې کړي.
د دې تر څنګ نورو ولایتونو کې هم اعتراضونه شته چې ټاکنیز کمېسیونونه په توپيري چلند او فساد باندې تورنوي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments