اریوبي: د موبایل ټکس شفاف ټولیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د مبایل د لګښت د ټکس له درکه حکومت له یولس ملیاردو زیاتې افغانۍ لاسته راوړي .
د مخابراتو وزیر چې ولسي جرګې استجواب کړی و، هغه انديښنې یې ورسره شریکې کړې چې د موبایل له درکه د ګرځیدونکي ټکس څخه یې لري.
ولسي جرګه اندیښنه لري چې د شفاف سیستم د نه شتون له کبله د پیسو زیاته برخه غلا کیږي او شخصي جیبونو ته ځي.
د مخابراتو وزیر بیا وايي، د مبایلونو له مکالماتي ټکسه لاسته راغلې پیسې په مستقیم ډول د افغانستان بانک له لارې د حکومت بودجې ته ځي .
د مخابراتو وزیر شهزاد ګل اریوبي وایي، د ټکس راټولولو لپاره سیستم باندې کار روان دی او پروژه تر تدارکاتو رسیدلې چې زیاتو پيسو ته اړتیا لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments