ارګ: ولسمشر قانوني واک ته دوام ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ولسمشریزه ټاکنو لپاره ۱۱ ټيمونو په ګډ کنفرانس کې ویلي، که د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته ولسمشر غني د سرپرست په توګه خپل کار دوام ورکوي له نوماندۍ دې تېر شي.
د ولسمشریزه ټاکنو دولس ټاکنیزو ټيمونو ګډ کنفرانس کې یو ځل بیا د سترې محکمې هغه پریکړه وغندله چې د ولسمشر د واک موده یې غځولې ده.
دا ټیمونه وايي، که ولسمشر له واک لیرې نه شي او کار ته دوام ورکړي، د بدو عواقبو مسوولیت به یې هم په غاړه وي.
له دې سره ارګ د سرپرست حکومت لپاره هڅې د قانون خلاف یادوي او سترې محکمې اساسي قانون په تفسیر سره پریکړه قانوني یادوي.
سترې محکمې د اساسي قانون له تفسیر سره سم یوه میاشت وړاندې پریکړه وکړه چې ولسمشر به د بل ولسمشر تر راتلو واک ته دوام ورکوي.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي چې هیڅوک دې اساسي قانون د خپلو ګټو له مسیر سره نه برابروي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments