ارګ: ولسمشرپه معارف وزارت کي پرپراخواصلاحاتو ټینګارکړی

comments 0

70 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر غني تېره ورځ په ارګ کې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره د لیدنې پر مهال په دغه وزارت کې پر پراخو اصلاحاتو ټینګار کړی دی.
ولسمشر غني ویلي تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې ولس د پوهنې ملاتړ وکړي.
دده په خبره افغانانو ته په کار ده چې د خپلې راتلونکې لپاره سره یو لاس شي، له پوهنې ملاتړ وکړي او د ښوونځیو په پرانیستلو او ساتلو کې د پوهنې له وزارت سره همکاري وکړي.
نوموړي د اصلاحاتو په اړه د پوهنې وزارت د سرپرست راپور هم اورېدلی دی او په دې برخه کې یې د لا ډېر کار سپارښتنه کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments