ارګ د ټاکنو په تړاو انديښنې له منځه وړي

comments 0

41 Views

هندوکش – کابل: ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د ټاکنو د امنیت خوندیتوب په موخه يې په نوې امنیتي طرحه کار کړی چې له پلې کېدو سره سم به یې هېڅ اندېښنې پاتې نه شي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي، په هغه امنیتي ناسته کې چې وړمه ورځ په ارګ کې د ټاکنو په اړه جوړه شوې وه، د دې پروسې د امنیت د تامین په اړه په کې په نوې طرحه کار وشو.
د مرتضوي په خبره، په دې پروسه کې د خلکو ونډه هم د نوې امنیتي طرحې جز دی او هغه سیمې چې ګواښ ورته ډېر متوجې دی، ډېر تدابیر او زیات ځواکونه ورته په نظر کې نیول شوي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د نوم لیکنې په مرکزونو بریدونه د اندېښنې وړ بللي او دا يې په ډموکراسۍ بریدونه بللې دي.
په تېره یوه میاشت کې د نوم لیکنې پر مرکزونو ۲۳ بریدونه شوي چې له امله يې ۲۷۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments