ارګ د تېرې ورځې برید بشري جنایت بللی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ولسمشرۍ ماڼۍ د تیرې ورځې برید غندلی او هغه یې بشري جنایت بللی.
تېره ورځ هوایي میدان څلور لارې کې د دوستم د هرکلي په کاروان برید وشو چې ۱۴ کسان پکې شهیدان او نږدې پنځوس نور ټپيان شول.
ارګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د هېواد دښمنانو یو ځل بیا په جنایت لاس پورې کړ او یو شمېر ملکي او نظامي کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
ولسمشر محمد اشرف غني د خلکو د امنیت لپاره د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او هڅې، ستایلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments