اروپا او امریکا ته د افغانستان انارو جوس او صابون صادرات ډېر شوي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، په کندهار کې د انارو سږګني ډېر حاصلات د دې لامل شوي چې امریکايي او اورپايي هېوادونو ته د افغانستان د انارو جوس او د انارو صابون د صادراتو اندازه ډېره شي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، روان کال د کندهار د انارو جوسو محصولات شاوخوا ۱۰ ټنه او همدا راز د انارو د صابون تولید نږدې ۸ ټنو ته لوړ شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه موده کې د انارو جوس او صابون ترڅنګ د یادې میوې ۶۰۰ ټنه دانې هم چې په روغتیايي او د سینګار په توکو کې کارول کېږي، بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. د سوداګرۍ او صنعت وزارت د مالوماتو له مخې، د کندهار انارو د حاصلاتو په ډېروالي سره اوس د انارو د جوس او صابون جوړولو په صنعت کې د کارخانو ډېروالي لسګونه کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره کړې ده.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د تېرو څو کلونو په پرتله اوس په نړیوالو بازارونو کې د کندهار انار ښه بازار لري او د کرنې او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي څو دې برخه کې لا هم پرمختګ ته زمينه برابره کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments