اروپايي ټولنې په افغانستان کې د تلپاتې مرستې ژمنه کړې

comments 0

32 Views

هندوکش – فرانسه: د اروپایي ټولنې یو لوړپوړی چارواکی وایي، د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره بېړه تلپاتې سولې ته زمینه نه شي برابرولی.

د اروپایي ټولنې د نړیوالې همکارۍ او پراختیا کمیشنر نیوین میمڅه پرون د فرانسې په سټراسبورګ ښار کې د اروپا د پارلمان یوې غونډې ته په خبرو کې وویل، په دې ټول پوهېږې چې سوله وخت ته اړتیا لري، یوه بېړنۍ موافقه پایداره سولې ته زمینه نه شي برابرولی.

هغه یو ځل بیا تکرار کړه چې د سولې له هوکړې مخکې او وروسته له افغانستانه ملاتړ کوي.

نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې پرون پای ته ورسېدې.

په دې خبرو کې دواړه لوري پر دوو مواردو هوکړې ته رسېدلي دي، یو یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او بل هغه یې له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته د ګواښ نه رامنځته کېدل دي.

محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments