اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش : اروپايي ټولنې له طالبانو غوښتي چې د سولې په تړاو د افغان حکومت وړاندیز ومني او له تاوتریخوالي لاس واخلي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا طالبانو ته په خطاب ویلي، زر تر زره دې د کابل له حکومت سره د سولې دروازې پرانیزي ځکه جګړه د روانو ستونزو د حل لار نه ده.
کوبیا ویلي، په هغه صورت کې چې طالبان د افغان حکومت وړاندیز ومني، کولی شي راتلونکو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کې د یو سیاسي ګوند په توګه پراخه ونډه واخلي.
هغه همداراز افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره په سیمه ییزه اجماع ټینګار وکړ او د پاکستان رول یې په دې برخه کې مهم یاد کړ.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *