اروپايي ټولنې طالبانو ته: د وسلو پر ځای د سیاسي عمل وړتیا ښکاره کړئ

comments 0

367 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا ویلي، طالبان باید اوس د سیاسي عمل وړتیا وښيي نه دا چې د اورپکو په څېر وسلې وکاروي.
رولانډ کوبیا دا خبره جمعه ناوخته په خپل ټوېټر لیکلې ده.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېر پنځه اوونۍ د تاوتریخوالي اندازه په تېرو پنځو کلونو کې لوړې کچې ته رسېدلې.
د اروپايي ټولنې استازي د سولې د خبرو پيل ته په اشارې د تاوتریخوالي د ختمولو هیله کړې ده.
طالبانو د ښاغلي کوبیا د تازه څرګندونو په تړاو کوم غبرګون ندی ښودلی.
سپوږۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments