اروپايي ټولنې د همکاریو ژمنه تازه کړه

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل: په امنیتي چارو او بهرني سیاست کې د اروپایي ټولنې استازې کابل ته راغلې او له ولسمشر سره یي لېدلي دي.
د مالوماتو له مخې په دغه لېدنه کې په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې شوې او په یوه خبري غونډه کې اروپايي ټولنې ټینګار وکړ چې د سولې له اوسني فرصت دې ګټه واخیستل شي.
د اروپایي ټولنې دغه استازې له کابل وړاندې پاکستان ته تللې او هلته یي د پاکستان له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او پوځ له مشر سره لېدلي دي.
د راوپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې له افغانانو سره په دوامداره همکاریو ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې مرستو ته به دوام ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments