اروپايي ټولنې د شفافو ټاکنو غوښتنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: اروپايي ټولنه په افغانستان کې پر وخت او د رڼو ټاکنو غوښتونکې ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مايدون ویلي، افغانستان کې باید ټاکنې پر وخت او رڼې وي چې وکولای شي د حکومت بنسټ پیاوړی کړي.
مايدون منلې چې، په ټاکنو کې به محدودیتونه وي، خو په وینا یې له ځنډېدو یې ښه دا ده چې ټاکنې په خپله ورځ ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې، ویل کېږي د امنیتي ستونزو له امله له څه د پاسه ۷۳۰۰ د رایې اچونې مرکزونو څخه څه باندې پنځه زره یې پرانیستل کېږي او پاتې نور به تړلي وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments