اروپايي ټولنه: په سوله او جګړه کې څوک د خپل رقیب د غوره کولو انتخاب نه‌لري، طالبان دې فکر وکړي چې دوی پخپله څومره د افغاني ټولنې استازیتوب کولای شي

comments 0

1 Views

وسله والو طالبانو پرون اعلان وکړ چې د افغانستان د حکومت له پلاوي سره خبرې نه‌کوي، د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټر په بیان کې ویلي چې دا پلاوی په افغانستان کې د ټولو اړخونو استازیتوب نه‌کوي.
د طالبانو دغه دریځ ته اروپایي ټولنې سخت غبرګون ښودلی دی، د دې ټولنې ځانګړي استازي، رولاند کوبیا د طالبانو د دې اعلان په اړه لیکلي چې په سوله او جګړه کې څوک د خپل رقیب د غوره کولو انتخاب نه‌لري.
رولاند کوبیا پرون د مارچ په ۲۸مه، پر ټویټر لیکلي چې که طالبان غواړي د مقابل لوري د مذاکرو د پلاوي پر څرنګوالي خبرې وکړي باید پر خپل لوري هم خبرې ومني او وګوري چې دوی د ټولنې څومره استازیتوب کولائ شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments