اروپايي ټولنه: د طالبانو تروریستي بریدونه د منلو نه دي

comments 0

31 Views

هندوکش ــ اروپا: اروپايي ټولنې یو وار بیا په افغانستان کې د طالبانو “د ترهګریزو بریدونو” په زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا په خپل ټویټر کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو او بهرنۍ تګلارې د مشرانو د ګډې اعلامیې هغه برخه خپره کړې ده چې په کې د طالبانو وروستي بریدونه غندل شوي دي.
په اعلامیې کې ویل شوي دي: ” د دوحې (له تړون وروسته) د تاوتریخوالي زیاتوالی او د طالبانو ترهګریز بریدونه د منلو نه دي. دا د توقعاتو خلاف دي او د بین الافغاني مذاکراتو په اړه لیدلوری کمزوری کوي. ”
اروپايي ټولنې تر دې مخکې د مۍ په ۲۹(غبرګولي۹) په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د دایمي اوربند غوښتنه کړې وه او له افغانستان سره یې خپلې مرستې مشروطې کړې وې.
په اعلامیه کې ویل شوي وو: “د دې لپاره چې اروپايي ټولنه افغانستان کې د دموکراټیک او جمهوري نظام اصول وساتلی شي، خپلې مرستې مشروطوي.”
اروپایي ټولنې هغه وخت هم د طالبانو بریدونه غندلي وو او ترې یې غوښتي وو چې د دوحې تړون ته درناوی وکړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments