اروپايي ټولنه: تلپاتې سولې سره به بهرني ځواکونه وځي

comments 0

0 Views

هندوکش_ اروپا: اروپايي ټولنه وايي، هغه مهال چې افغانستان کې د سولې راتګ باوري شي، نو بهرني ځواکونه به ووځي.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري میاودون ويلي، بهرني ځواکونه له افغانستانه په دې شرط وځي چې په دې هېواد کې رښتینې سوله راشي.
پیري میاودون ويلي، د زلمي خلیلزاد هڅې د پام وړ دي، خو بریالتیوب یې وخت ته اړتیا لري.
میاودون ویلي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې به افغانستان کې اوربند کېږي او اروپایي ټولنه به هم د سولې ضمانت کوي.
هغه ویلي، د افغانستان د بحران د هوارۍ لپاره مذاکرات غوره لاره ده او دوې یې په قوت سره ملاتړ کوي.
له دې سره د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، هر کله چې د افغانستان په اړه ډاډمن شي، چې نور د بهرنیو ترهګرو لپاره په خوندي ځای نه بدلیږي، ځواکونه به یې له دغه هیواده ووځي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments