اروپايي ټولنه: افغانستان په اړه د امريکې او زموږ کړنلاره يو شان ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د امریکا غږ رادیو سره په نوې مرکه کې افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي پیري مایودان ويلي دي چې د افغانستان په اړه د امريکې نوې کړنلاره به په بل هیواد کې ميشت طالبان مات کړي او يوه باثباته افغانستان لپاره به زمينه سازي وشي.
نوموړي دغې مرکې کې ویلي دي چې ۲۶ اروپايي هیوادونه ددې کړنلارې ملاتړ کړې او باورمند دي چې پاکستان د ترهګرو ستر ملاتړ کوونکوې هیواد دې.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې پاکستان ډيره هڅه وکړه ترڅو خپلې واورې د افغانستان پر بامونو ور واچوي او افغانستان د ترهګرو نه ملاتړ کوونکوې هیواد وروپیژني خو برعکس تړهګرو نه ملاتړ په تور اوسمهال پاکستان له نړۍ والې انزوا او سرټيټۍ سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د محمد اشرف غني درې کلن سیاستونو پاکستان سخت وراخطا کړې او د آی اس آی ډیرې استخباراتي اهداف یې تر تطبیق مخکې ناکامیدو سره مخ کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply