اروزګان کې د طالبانو څلورویشتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: په ارزګان کې امنیتي چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د دولت ضد (طالب) وسله والې ډلې 24 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي، چې عمليات د ارزګان په ګيزاب او مرکز ترينکوټ کې ترسره شوي دي.
سرچينه کاږي، چې په دغو عملياتو کې ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.
د سرچينې په معلومات کې راغلي، چې په وژل شوو وسله والو کې د ملا رحمت الله د ډلي غړي، چې په ګڼو بریدونو کې يې لاس درلودي هم شامل دي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments