اروزګان کې دیني عالمانو امیتي ځواکونه وستایل

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: د اروزګان ولایت دیني عالمانو او قومي مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې افغان ملي امنیتي ځواکونه لدې امله وستایل چې په دغه ولایت کې یې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په ورځ امنیت ټینګ ساتلی و او خلکو په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخیسته.
دیني عالمانو وویل چې په ټاکنو کې د اروزګان د خلکو ګډون کم رنګه و، چې دوی یې اندېښمن کړي دي.
دوی له خلکو غوښتي چې د نظام د ملاتړ او په دغه ډول پروسو کې خپله ونډه زیاته کړي.
د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال افغان امنیتي ځواکونو ډاډمن امنیت تامین کړی و، چې له امله یې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې افغان ځواکونو ستایل شوي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments