اروزګان کې داختر په ورځو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

2128 Views

هندوکش – ارزګان: محمد خطاب خنجري چي د روزګان ولایت امنیه قوماندان دی وايي وسلوالو طالبانو غوښتل د اختر په شپو او ورځو کي د مرکز ترینکوټ او یو شمیرو نورو اړوند امنیتي پوستو باندي بریدونه پلان کړي خو د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري ورباندي عملیات تر سره سول چي د مرکز ترینکوټ لویدیځ اړخ سرخوم سیمه کي يي ۶ وسلوال ووژل، ۷ تنه يي ژوندي ونیول او د هغوی ۱۴ موټرسیکلونه، ۵۰ کیلوګرامه نشیې توکي او پټنځایونه يي له منځه یووړل.
محمد خطاب خنجرې دا هم وویل چي افغان ځانګړوځواکونو ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ یک لنګه سیمه کي هم عملیات تر سره کړل چي په وینا يي زیاتي لاس ته راوړني يي د ځان سره لرلي.
د هغه په خبره په یادو عملیاتو کي ۶ نفره وسلوال ووژل سول او ۳۰ نور يي ژوبل سوي دي.دا په داسي حال کي ده چي د روزګان ولایت امنیه قوماندان په دغه ولایت کي د اختریزو مراسیمو د پوره امنیت ډاډ ورکړی وو چي زیات شمیر خلګو د اختر ورځي او شپي په خوښيو او خوشحالیو سره تیري کړي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments