اروزګان: دوه وسلوال پر داسي مهال وژل شوي چي له خلکو يي پیسي اخیستلي

comments 0

35 Views

هندوکش – ارزګان: د اروزګان ولایت امنیه قوماندان سمونوال محمد خطاب خنجري وايي د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند ګرماب سیمه کي يي ۲ وسلوالو طالبان تر یو نیول سوي کمین ورسته په نښه کړل چي په سیمه کي يي د خلکو څخه پسي ټولولي د خنجري په خبره د روزګان ولایت ملي پولیس شپه او ورځ د خلګو د امنیت په ټینګښت بوخت دي او هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چي ددغي ټولني امنیت د ګواښ سره مخامخ کړي.
د اروزګان ولایت امنیه قوماندانۍ د دوهم کنډک قوماندان دوهم څارن همایون غرنی وايي یادو وسلوالو ته يي د شپې له پیل څخه کمین نیولی و چي د سهار پر ۶:۳۰ دقیقي يي تر برید لاندي راغلل او ووژل شول.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments