ارواښاد محمد علم بڅرکی پیاوړې ملي، ټولنیز،او فرهنګي شخصیت / انجنیر عبدالقادرمسعود

comments 0

0 Views

ارواښاد محمد علم بڅرکی زموږ دهیوادنامتواو پیاوړې ملي، سیاسي، ټولنیز، ادبي او فرهنګي شخصیت زموږ ګران هیواد افغانستان دسترو ننګیالیو، میړنیو، توریالیو او اتلانوټاټوبې دی . همدوی وو، چې د تاریخ په اوژدو کې یې د بلوسګرو او دښنو ګوزارونو پر وړاندې خپلې سینې ډال کړې ، اودخپل هیواد د ژغورنې، ملي ، سیاسي خپلواکۍ، آزادۍ، سولې، سوکالې، د ملي او ټولنیزو ارزښتونو، دودونو، جالونو، او نورو پيژندنښو د دفاع او خوندیینې لپاره یې په ټوله رښتینولۍ، ټینګ هوډ، او میړانه مبارزه کړې ده، هیواد والو ته یې د ملي یوموټیوالي او هیواد پالنې لوستونه ورکړي دي . تر څنګه یې بیا د کورنیو زور واکانو پر وړاندې د ولسواکې، ملي او سیاسي حقوقو د لاسته راوړنې لپاره قلمي، خیاباني او پارلماني هلې ځلې کړې دي . له دې لامله زموږ رښتیاپال او حقپال هیوادوال د دغو ټولو ملي او تاریخي سټو پر سر ښندنو ملي، سیاسي او فرهنګي کارنامو ویاړي، نمانځغونډې ورباندې جوړوي او یادونه یې ژوندي ساتي . یو له دغو تلپاتې او تلژوندیوسیاسي ، فرهنګي او ملي سټو څخه ارواښاد (محمد علم بڅرکی) وو . چې د ژوند زیاته برخه یې د یوه سیاست پوه، ټولنیز پوه، سیاسي جنګیال، فرهنګیال او وتلي لیکوال او شاعر په توګه د خپل هیواد او هیوادوالو د سر لوړۍ او سوکالۍ لپاره ځانګړې کړې او په همدې پاکه مینه یې ډیرې توکیز او مانیز زیانونه او تاوانونه زغملي او ګاللي دي .
ژوند لیک :
ارواښاد((محمدعلم بڅرکی)) د حاجي محمد انور خان زوی دی . په یوه ، ملي، سیاسي، ادبي او فرهنګي کورنۍ کې پر (۱۹۲۱) زیږدیزکال دسویلي پښتونخوا په ګلستان کلي کي زیږیدلی دی . د ده پلرونه او نیکونه د هغې سیمې مخور مشران اوخانان ول . دی د حاجي سعادت خان لمسی، دیار محمد خان کړ وسی او د روشندل خان کودی دی . روشندل خان داحمدشاه بابا په دربار کې د دفتر مشر وو، او له دې لامله د(( عرض بیګي ))په نامه یادیده . دبڅرکي صاحب کورنۍ داڅکزیو یوه روښانده او مترقي کورنۍ وه ، چې تل یې د خپلو خلکو په روزنیزواوښوونیزو چارو کې کارنده ونډه درلودلې، دوی د مخکښو او میړنیو شخصیتونو په توګه په علمي، ټولنیز، سیاسي، ملي ، ادبي چارو او بیا سوداګریوو برخو کې ډیر اغیزمن نقش او رول لوبولی دی . دبڅرکي صاحب مور (بي بي امینه) نومیده او دعبدالواحدخان پوپلزي لور وه . عبدالواحدخان په ارغستان کې اوسیده او پر خپل وخت د پوهې او نوم و نښان څښتن وو، چې له امیر عبدالرحمان خان سره د اړپیچ او اختلاف پر بنسټ د کوټې ښار ته شړونې (تبعید) شوې وو . د تکړه لیکوال او شاعر ننګیالي بڅرکي لاسوندونو (اسنادو) له مخې بڅرکی صاحب پر (۱۹۲۳) ز. کال په یونیم کلنۍ کې خپله مور له لاسه ورکړه . او پالنه او روزنه یې د انا او نیکه له خوا کیده. خو له بده مرغه پر (۱۹۳۶) ز . کال یې انا د کوټې په ستره زلزله کې وفات شوه. بیا بڅرکی صاحب د خپل پلار او مشر ورور محمدافضل خان په سپارښت له کوټې څخه ګلستان ته ولاړ او هلته د ده په ژوندکې یو نوی بدلون راغی. د ده مشر ورور، چې یوروښاندی، ملي، ټولنیز او سیاسي مخکښ بلل کیده ، دخپلې روزنې او پالنې تر اغیز لاندې راوست او دا لاره یې ور برابره کړه ، چې د ګلستان په ښوونځي کې خپلې زده کړې پر مخ یوسي . د دوی دکورنۍ یو شمیر غړي لکه عبدالصمدخان او محمدایوب خان اڅکزی نامور سیاسي او ملي شخصیتونه تیر شوي دي او د کانګرس د ګوند غړي ول . دوی دخپلو ملي او سیاسي موخو د دودونې او څرګنداوې لپاره سیاسي غونډې او بنډارونه جوړول او دخلکو په راویښولو کې یې ستر اغیز لاره . نو بڅرکي صاحب یې هم تر اغیز لاندې له تنکۍ ځوانۍ راهیسې سیاسي لاره راخپله کړې وه . دا چې تر لومړني ښوونځي راوروسته ورته په ګلستان کې دنورو زده کړو د پر مخبیونې شرایط سم نه ول، نو دخپل پلار په غوښتنه کندهار ته ولاړ او د شالمارپه لیسه کې یې دزده کړې کابو تر لاسه کړه . دی د یو غوره او بریالي زده کوونکي په توګه پر (۱۳۱۷) لمریز . کال حربي ښوونځي ته واستول شو، او هلته یې د خپل استعداد په درلودلو سره د پیلوټې په څانګه کې دایټالیا بورس ته و نومول شو، خو له به مرغه د ده پر ځای بل څوک و استول شو . دی پر (۱۳۱۸) ل . کال طب پوهنځي ته ور وپیژندل شو او هلته یې څلور کاله خپلې زده کړې پر مخ بوتلې . څنګه ، چې دی په سیاسي او ټولنیز ډګر کې د آزاد اند او واند څښتن وو،نو ورته خورا ګران وه، چې له عسکري شرایطوسره ځان عیار کاندي ، دی هیڅکله د انساني او ټولنیزې نیمګړتیاووپر وړاندې بې توپیره پاتیدای نه شو او د انتقاد ګوته یې ورته نیوله، په دې توګه د پوځي زور واکانو نه خوښیده او دې ته اړ یست ، چې په هغه چوکاټ کې خپلې زده کړې نیمګړې پریږي . په پای کې هم د دژوند ستونزو او ناخوالو پسې واخیست او له کابل څخه هند ته ولاړو . له هغه ځایه هم د ډیرو ستونزو او تنګسو له لامله کوټی ته راغی او دغلته یې د خپل مشر ورور محمد افضل خان تر سیوري لاندې څه نا څه یو بې ږغ وږوغه ژوند غوره کړ .
بڅرکی صاحب د خپل ژوند په اوږدو کې تل له ادبي لیکنو څیړنواو پلټنو سره بوخت وو، او له پوهې او ادب سره یې پوره مینه او لیوالتیا درلوده . ده خپله مطالعه لومړي ځل له ناولونو څخه راپیل کړه. د رابرناټ ټاګور ناولونه او آثار یې پیدا کړل او په لوستلو یې خپله علمي او ادبي پوهه لوړه کړه، او همداسې يې د ډاکتر اقبال لاهوري کتابونه هم لوستل . خان عبدالصمدخان اومحمدایوب خان د مولانا ابوالکلام آزاد د آثارو لوستنې ته ډیر هڅاوه . په دې لړ کې یې د نیاز فتحپوري د نګار د رسنیوپه لوستلو، پر ذهني او رواني حالاتو دومره اغیز وښانده چې (( مذهب)) نومۍ کتاب یې را پښتو کړ.
دبڅرکي صاحب آثار ، لیکنې او ژباړنې د هیواد دننه اوباندې په یو شمیر رسنیو او مهالنیو او په بې شمیره کچه په طلوع افغان ، دکندهار اوهیلمند په ورځپاڼو او مهالنیو او همدا راز په ګهیځ او دکوټې په مجله ، آمو جریده او د احمدشاه بابادعلمي، ادبي ټولنې خپرنې اورګان ملي هینداره او نورو رسنیو کې خپرې شوې دي ، ده دخپل ولس په راویښولو، پرمختګ او ترقۍ په لاره کې د خپل علم او پوهې په رڼا کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي دي .
د ده چاپ شوي او ناچاپ آثار دا دي :
ـ دښځو تاریخ ته یوه کتنه : خپروونکې داحمدشاه باباعلمي او ادبي ټولنه . پر دې اثر باندې سریزه زمری محقق او پایله ننګیالي بڅرکي لیکلې ده .
دحاجي محمد انور خان اڅکزي خاطرات : خپروونکې داحمدشاه باباعلمي او ادبي ټولنه . پر دې اثر باندې سریزه استاد حبیب الله رفیع کښلې ده .
ـ معاصره فلسفه (ژباړه) : خپروونکې داحمدشاه باباعلمي او ادبي ټولنه . پر دې اثر باندې سریزه دوکتور عبدالرشید جلیلي لیکلې ده .
ـ مذهب (ژباړه) : خپروونکې داحمدشاه باباعلمي او ادبي ټولنه .
ـ روسي یرغل پر افغانستان : پر دې اثر باندې جعفر خان اڅکزي سریزه کښلې ده .
ـ افغانستان مې حکمراني پارټی : په اردو ژبه .
ـ ویښ زلمیان د افغانستان یو سیاسي تحریک : خپروونکې افغاني کلتوري ټولنه په هالند کې . په دې اثر باندې سریزه ډاکتر طارق رشاد لیکلې ده .
ـ تاج د رابرناټ ټیکور اثر (ژباړه) : خپروونکې کابل پوهنتون .پر دې اثر باندې سریزه عبدالشکور رشاد او پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار یادونه لیکلې ده . ـ د سوچه پښتو دوزره (۲۰۰۰)لغاته :

Share this page to Telegram

Comments