ارواښاد امین افغانپور

comments 0

0 Views

دغه لیکنه دپښتوژبی دنومیالی او تکړه لیکوال او صحافی ارواښاد امین افغانپور دمړینی د پنځلسم تلین په مناسبت برابره شوی. ددی لیکنی هدف د دغه ارواښاد دیاد دتازه ساتلو او دهغه دادبی کار او فعالیت دنمانځنی په څنګ کی داهم دی چی زموږ اوسنی نسل ته چی دپښتو ادب دمخکښانو او لارویواو ډهغوی دآثارو دپیژندلولیوال دی، وروپیژندل شی. ددی په څنګ کی ددی لیکنی له لاری هغو ادب پوهانو، دپښتوادب او په تیره بیادپښتو ژبی داستانی ادبیاتو دڅیړونکو پام دده او دده په څیرنورو لیکوالو دشخصیت او آثارودڅیړلواو ټولنی ته دهغوی دورپیژندلو مهم کارته واړوم، ترڅو ددوی دلیکنو په رڼاکی دغه ادبی څیری دپښتوادب دتاریخ په پاڼو کی خپل وړاو مناسب ځای ومومی.

دلته دارواښاد امین افغانپور یادونه کوو، هغه څوک چی قلم یی دژوند تر وروستیو شیبو له کاره ونه لوید او کیسی یی لیکلی. هغه کیسه لیکونکی و، دپښتو ژبی کیسه لیکونکی.ماکسیم ګورکی عقیده درلوده چی یو لیکوال ته ښایی چی دمینی او صمیمیت، جسارت او دژوند درک څښتن وی. همدارنګه رومن رولان شرافتمند انسان دخلقت ډیره ښکلی پدیده ګڼله. دهمدغو خبرو پربنا کولی شو ووایو چی افغانپور له خپلو خلکوسره مینه درلوده او دیو سالم درک لرونکی انسان په توګه یی خپله همدغه ناپایه مینه دخپل قلم له لاری دکیسو او افسانو په خوندوری دنیاګۍ کی خپلو خلکو ته په اخلاص او مینه ډالی کړه.

افغانپور  دهغو ګوتی په شمار پښتو کیسه لیکونکو په کتار کی راځی چی د شلمی پیړی د وروستیودریو لسیزو په اوږدوکی یی په خورا مینه او تنده په دی ډګر کی قلم چلیده او آثار یی ایجا دول. هغه لکه هماغسی چی یو ښه کیسه لیکونکی و ،همدارنګه یو تکړه او مجرب صحافی هم و. په حقیقت کی افغانپور دکیسه لیکنی ادبی کار تقریبا په مطبوعا تو کی له بوختیدو سره جوخت پیل کړ او په همدغو دواړو ډګرونو کی د نوم او اعتبارخاوند شو.

افغانپور څوک و؟

ارواښاد امین الله افغانپور په ۱۳۲۶لمریز کال کی دکابل ښار په شش درک کی په یوی متوسط الحاله روڼ اندی کورنی کی زیږیدلی و. پلار یی مرحوم غلام قادر مسکین چی یو روحانی عالم و ، پخپله هم ادبی پوهه درلوده، سربیره پردی چی د کورنیواو بهرنیو معاصرو او کلاسیکو لیکوالو او شاعرانو آثار یی لوستل،  شاعرهم و، چی اشعار یی دهیواد په مطبوعاتو کی چاپیدل، په تیره د “کابل”په نامه ادبی خپرونه کی چی د هغه وخت دادبی انجمن خپرونکی ارګان و، په منظم ډول خپریدل. کولی شو ووایو چی افغانپور ته دهغه ادبی استعداد له پلاره په میراث پاتی شوی و.

افغانپور خپل ماشومتوب او دځوانۍ لومړنی کلونه دشش درک په سیمه کی دخبلی کورنۍ په غیږه کی تیرکړل او په همدغه چاپیریال کی چی شاوخوایی یادزیارایستونکو کورنی لکه خټګر، پښ او ترکاڼ ژوندکاوه اویاهم ددولت خوار اوعادی کارمندان میشت و، لوی شو او ددغوخواریکښو کورنیو ژوند او دهغوی دژوند ناخوالی یی له نژدی لیدلی. نو طبیعی وه چی لکه دبل هر حساس او ددرک خاوند ځوان په څیریی پرافغانپور هم اغیزه کوله او له همدی امله و چی ده ته دمطالعی ضرورت پیداشو او په ډیره تلوسه یی دهغوکتابونو په لوستلو پیل وکړ چی کیدی شو ده ته دټولنی دناخوالو او دزیارکښو دستونزو اوکړاوونو علتونه روښانه کړی او دده سرپی خلاص کړی. ددی ترڅنګه یی دهماغه میراثی استعداد له برکته  لیکلو ته مخه کړه او چی څنګه یی قلم وخوځاوه نو دهماغو خواریکښوکوڅه والو دردونه اورنځونه یی دکاغذ پرمخ وکښل او په حقیقت کی دخپلو خلکوددردونو او کړاوونو ترجمانی یی په ذمه واخسته چی بیا تر پایه له همدی لاری وانه اوښت او هغی ته یی ادامه ورکړه چی دده ادبی آثار ددی خبری ډیر ښه ثبوت کیدی شی.

افغانپور د استقلال په لیسه کی زده کړه وکړه  او تر ۱۳۴۹کال پوری یی خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. په همدغوکلونو کی چی په هیواد کی شرایط دسیاسی فعالیتونولپاره یوڅه مساعد شوی و او د محصلانواوزده کوونکو دبرحقواعتراضونو یوپراخ غورځنګ په خوځیدوکی و، افغانپور هم دخپل ښوونځی داعتراضونوبیرغ دلومړی ځل لپاره پورته کړاو دخپل ښوونځی دځوانانوغږیی دهیواد دسلهاووزرو نوروځوانانوله غږسره غبرګ کړ. دغه غږ که څه هم ډیر ژر دمحافظه کارومقاماتوله لوری دښوونځی نه دافغانپور په ایستلوسره غلی کړی شو خو دمبارزی او مقابلی هغه بیرغ چی ده پورته کړی و، پرځمکه ونه لوید. تردی وخته پوری افغانپور په لسهاو نور داسی ځوانان چمتو کړی و چی دده خاموشه کړی شوی غږیی بیا له سره پورته کړاو

Share this page to Telegram

Comments