ارغنداب کې عملیات پيل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: راپورونه وایي، د زابل ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو عملیات پیل شول.
د ارغنداب ولسوال امیر جان الکوزی وايي، عملیات د “خالد اتل” په نوم دي چې په یاده ولسوالۍ کې د طالب وسله والو د ورستیو بریدونو په غبرګون پیل شوي دي.
د الکوزي په خبره په عملیاتو کې ملي اردو، ملي پولیس، محلي پولیس او د ملي امنيت ځواکونه برخه لري.
هغه وايي، چې د یادو عملیاتو په ترسره کولو سره به یاده ولسوالي په بشپړ ډول د وسله والو له موجودیته پاکه شي.
ننګیالي کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *