ارغنداب کې دوه وسله وال وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: د زابل ارغنداب ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د زابل ولایت د ارغنداب ولسوال امیرجان الکوزي وویل، تېره شپه طالب وسله والو د یادې ولسوالۍ په “باغ بازار” سيمه کې د ملي اردو پر “ستاره” پوسته برید وکړ، چې د ملي اردو ځواکونو په ځوابي غبرګون کې دوه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
ولسوال زیاتوي، چې په دغه جګړه کې د ملي اردو یو سرتیری هم ټپي شوی دی.
په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد عملیات پيل شوي او له وسله والو سره پاکستانۍ ملیشې هم ملتیا کوي او د افغان ځواکونو پرضد جګړه کوي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply