ارغستان کې پنځه طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار پولیس وايي، په ارغسان ولسوالۍ کې ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تېره شپه د ارغسان ولسوالۍ “مافیان” سيمه کې طالب وسله وال د افغان ځواکونو له کمین سره مخ شوي، چې پنځه وسله وال پکې وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
د دراني په خبره افغان ځواکونو ته هغه ۳۰۰ د انسان او وسایطو ضد ماینونه، یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم لاسته ورغلي، دي، چې د جګړې پر مهال له طالب وسله والو پاتې شوي دي.
درانی وايي د یاد کمین په جګړه کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply