ارغستان کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار امنیه قومنداني وايي، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او زیات نور ټپيان دي.
د کندهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول مطیع الله هلال وایي، تېر ماښام د ارغستان ولسوالۍ اړونده امنیتي پوستو باندې طالبانو برید کړی چې د پولیسو په ځوابیه برید کې طالبان په شا شوي، دوه یې وژل شوي او زیات نور ټپيان دي.
د هلال د مالوماتو له مخې، په دې نښته کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
ارغستان د کندهار هغه ولسوالي ده چې پولیس یې تل د طالبانو د دا ډول بریدونو لپاره بیداره وي او ډیر کله یې ورته بریدونه له ماتې سره مخ کړي دي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply