ارزګان کې ۳۱ طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومنداني وايي، په مرکز ترینکوټ او دوه ولسوالیو کې یې د عملیاتو پرمهال ۳۱ طالبان وژلي او زیات شمېر نور یې ټپيان کړي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ ویاند صادق عیسی وایي، د اتل ۳۷ په نوم عملیاتو پر مهال یې چارچینو ولسوالۍ کې ۱۶ طالبان وژلي او ۱۲ نور یې ټپيآن کړي.
د عیسی په خبره، په یادو عملیاتو کې یې د فوجي په نوم د طالبانو یو مشهور قومندان هم وژلی دی.
د صادق عیسی د مالوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالیو اړونده سیمو کې هوایي بریدونه هم کړي چې ۱۵ طالبان پکې وژل شوي او پنځه نور ټپيآن دي.
په عملیاتو کې د طالبانو مهم کسان هم وژل شوي او د وسلو یو ډیپو له منځه وړل شوی دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *