ارزګان کې یوځل بیا د اوربند غوښتنه وشوه

comments 0

1 Views

هندوکش – ارزګان: په ارزګان کې ځایي خلک وایي چې،طالب او حکومت دې باید د کوچني اختر په مناسبت اوربند اعلان کړي او جګړه دې ودروي.
د اوسیدونکو په وینا، سوله د ټولو ولسونو هیله ده او تل یې له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې ورور وژنه ودروي.
د اروزګان یوه قومي مخور معلم رحمت الله چې روانې جګړې یوه قرباني او د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي، وایي د افغان دولت او طالبانو د سولې کولو غوښتنه کوي.
د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وایې، دغه ولایت د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله زیات جګړه ځپلی دی او وروستیو درې کلنو جګړو یې هر څه له منځه وړي دي. والي وایي، د سولې په راتګ سره به ټول ولسونه ارام او هوساه ژوند ولري.
د اروزګان والي یو ځل بیا له طالب چارواکو د سولې له بهیر سره یوځای کېدو غوښتنه وکړه.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments