ارزګان کې پر طالبانو هوایي بریدونه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: په ارزګان کې د جلا جلا هوايي بریدونو پر مهال ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیا علوي وايي، تېره ورځ افغان هوايي ځواکونو د اروزګان مرکز ترینکوټ ته نژدې سیمو او خاص اروزګان ولسوالۍ کې هوايي بریدونه کړي دي.

علوي وایي، د بریدونو په پایله کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

علوي همدا ډول د کندهار په میوند، خاکرېز او شاه ولیکوټ، د زابل په شاه جوی، ولسواليو کې د جلاجلا عملیاتو پر مهال د یو شمېر ماینونو او وسلو د له منځه وړلو خبر هم ورکوي.

عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments