ارزګان کې پر طالبانو هوايي برید شوی

comments 0

13 Views

هندوکش – ارزګان:بهرنیو ځواکونو ارزګان کې د هوايي بریدونو په مهال ۳ طالبان وژلي.
په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوي وايي دغه بریدونه تېره ورځ د مرکز ترینکوټ ښار لویدیځ کې شوي دي.
دغه راز د مرکز ترینکوټ اړوند ګوګرک سیمه کې افغان ځواکونو ۷ کړۍ پرسونل ضد ماینونه هم کشف او خنثی کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments