ارزګان کې پرطالبانو هوایي بریدونه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ارزګان: سویل کې د پوځ مسوولین وایي، اروزګان کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیا علوي وايي، تېره شپه هوايي، ځواکونو د اروزګان په دهراوود او چنارتو ولسواليو کې هوايي بریدونه کړي، چې پر مهال یې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.
اتل قول اردو وايي، د دغه جلاجلا بریدونو پر مهال يې د وسله والو یو شمېر وسلې او څلور پټنځایونه هم له منځه وړي دي.
د ارزګان نور سیمو کې هم د طالبانو پرضد عملیات روان دي چې دا ډله پکې سخته ځپل شوې ده.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments