ارزګان کې پرطالبانو برید شوی

comments 0

1 Views

هندوکش ـ ترینګوټ:ارزګان کې د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې لس طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

چارواکي وایي په دغه بریدونو کې  دوه پټن ځایونه په نښه شوي چي ۶ شپږ طالبان په کې وژل شوي او ۴ څلور نور ټپیان شوي دي.

سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو د چورې ولسوالۍ په قلعه راق سیمه کې د ملا ارشاد په مشرۍ فعالیت درلود .

طالبانو که څه هم د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي خو ادعا کوي چې د دې ولایت د خاص ارزګان په سیدانو کلي کې یې د افغان ځواکونو دوه امنیتي پوستې نیولي دي.

Share this page to Telegram

Comments