ارزګان کې پرطالبانو بریدونه شوي

comments 0

18 Views

هندوکش – ارزګان: سویل کې د پوځ مسوولین وایي، ارزګان کې د افغان هوايي ځواکونو بریدونو کې ۴ طالبان وژل شوي.
۲۰۵ اتل قول اردو وایي، د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار ختیځ ته نچین سیمه افغان هوايي ځواکونو د طالبانو یو پټنځای هوایي برید کړی او ۴ طالبان پکې وژلي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند مرستیال صادق عیسی وايي دغه د بریدونه د استخباراتي مالوماتو په اساس تېره ورځ ترسره شوي.
بریدونو کې د طالبانو یو مهم سرګروپ هم وژل شوی چې ورانکارې کړنې به یې ترسره کولې.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments